ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
افغانستان په هېواد کې د آسیا د تکنالوژۍ دانستیتوت هکاری مهمه بولی                                                      
افغانستان په هېواد کې د آسیا د تکنالوژۍ دانستیتوت هکاری مهمه بولییو افغاني پلاوۍ د هغې کار له امله خوښی څرګنده کړې چې د آسیا د تکنالوژۍ د انستیتوت له خوا ترسره شوې دۍ او ویلې ېې دي چې د آسیا د تکنا لوژۍ د انستیتوت اکادیمیک چاپیریال ددوې زیاته پاملرنه ځانته جلب کړې ده . دغه  پلاوي له نوموړی انستیتوت سره د یو موافقه لیک د لاسلیک کولو په موخه په یوکاری چوکاټ باندې خبری کړی او د انستیتوت استازو ته ېې بلنه ورکړې ده ترڅو کابل ته سفر وکړی او موافقه لیک ته رسمی بڼه ورکړی.

په دې پلاوې کې چې مشری ېې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو دخپلواک کمیسیون د پروګرامونو دطرحې او مدیریت دلوې رییس ښاغلی عثماني په غاړه وه، په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان د پرمختیایی اداری د ریاست مرستیال ختانګ سوانیدزی او د کورنېو بنسټونو د پرمختیا د پروژې اجراییوی سلاکار ښاغلی سلطان حاجیف هم شامل وو.ښاغلی عثمانی په هغه سفر کې چې د سپتمبر دمیاشتې په یوویشتمه نیټه ېې د آسیا د تکنالوژې انستیتوت ته وکړ وویل: ددغه انستیتوت همکاری په افغانستان کې د ظرفیتونو دلوړولو په موخه ډیره ارزښتاکه بلل کیژی، ده ددغو همکاریو په دوام باندی ټينګار وکړ. په دې غونډه کې دغه راز ښاغلی وا نید زۍ  وویل : د ملګرو ملتو سازمان پرمختیایی اداره به په افغانستان کې د آسیا د تکنالوژې د انستیتوت د کار لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کی هر ډول مرسته او همکاری وکړي.

دغه پلاوی همداراز د آسیا د تکنالوژی د ا نستیتوت  له لوې رییس ښاغلی سعید ایراندوست سره چې په آسیا کې د ظرفیتونو دلوړولو دطرحې نوښتګر بلل کیږی هم وکتل.  په دې کتنه ښاغلی ایراندوست څرګنده کړه چې خپله همکاری به له هغو هېوادونو سره چې له ستونزو سره مخامخ دې لکه افغانستان ونه سپموی. ددغه انستیتوت مشر دغه راز د افغانستان حکومت ته بلنه ورکړه چې بنکاک ته سفر وکړی او د آسیا د تکنالوژې په نوی جوړښت کې برخه واخلی.  ددې سفر په بهیر کې افغانی پلاوی، د انستیتوت له اجراییوی رییس سره هم خبری وکړي چې نوموړی د افغانستان په شمال کې د بلخ له پوهنتون سره ددغه انستیتوت  د همکارۍ په اړه خبر ورکړ، پلاوې د انستیتوت بیلابلی برخی وکتلی او خپلی تجربې ېې زیاتی کړی.

 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS