ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
د سولې د ټینګښت او حکومت جوړولو په اړه د هلو ځلو دوام                                                           

د سولې د ټینګښت او حکومت جوړولو په اړه د هلو ځلو دوام

د افریقا سیمه ایزې غونډې دا فرصت رامنځته کړ چې افغانستان خپلې تجربې شریکې کړي

ادیس ابابا، ایتوپیا 2011 کال د سپتمبر 7 – 9

د افریقا سیمه ایزه غونډه د سولې د ټینګښت او حکومت جوړولو تر عنوان لاندې په ادیس ابابا کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسیون د پروګرامونو دطرحې او مدیریت د لوې ریاست رییس ښاغلي روح الله عثمانی او د افغانستان دمالېې وزارت د بودجې لوې رییس ښاغلي احمد جاوید جلالي د افغانستان د اسلامی جمهوریت په استازیتوب ګډون وکړ او افغانستان ېې معرفي کړ.

دغه غونډه د افریقا د پرمختیایي بانک، د افریقا لپاره د ملګرو ملتوسازمان د اقتصادی کمیسیون د افریقا د اتحادېې د کمیسیون او د سولې د ټینګښت او حکومت جوړولو په اړه د نړیوال دیالوګ له خوا جوړه شوې وه. ددغې غونډې موخه چې د( بوسان په لور) ترعنوان لانې جوړه شوې وه د مرستو  د اغېزمنتیا په اړه د څلورمې سترې غونډې د جوړولو په اړه د هلوځلو په موخه خبرې اترې وي چې ټاکل شوې ده  د ۲۰۱۱ کال د نوامبر په وروستېو کې د جنوبی کورېا په بوسان کې جوړه شي.

ددې غونډې موخه د سولې د ټینګښت او حکومت جوړولو په لار کې د ستونزو او خنډونو په اړه د  نړیوالو ارګانونو او د سیمې له دولتونو او مدنې ټولنو سره سلا مشوره، ګډې هلې ځلې او د نړېوالو مختلفو غونډو د جوړولو په اړه د ځینوسپارښتونو وړاندې کول دي چې وکولاې شي ددغو ستونزو په حل لاره کې ګټور ثابت شي او دڅلورمې سترې غونډې لپاره اجندا چمتو کړي.  په دې غونډه کې په بې وزلو هېوادونو کې د دغو هېوادونو له لوري هزاره موخو ته د رسیدلو  د موضوع په ګډون په یو لړ مهمومسلو باندې خبرې وشوي ا و څرګنده شوه چې بې وزلی او جګړه ځپلی هېوادونه نه شي کولاې تر ۲۰۱۵ میلادي کال پورې خپلو هزاره موخو ته ورسیږي. او ددغو نظریو تطبیق، د بې وزلو او جګړه ځپلي هېوادنو لپاره دمرستو په اجندا کې د اصلاحاتو د راوستلو په لور لاره آواروي. د نویو لومړيتوبونوپه پیژندنه اوشتوژمنو کې لاندې ټکي شامل دي:

  • د هزاره موخو د ترلاسه کولو لپاره د سولې د ټینګښت او حکومت جوړولو د نویو هدفونو ټاکل، د نړیوالو مرستو د شاخصونو په ډاګه کول او په هېوادنو کې د هغو پلي کول.•

پیاوړې رهبری او مشري او د بې وزلۍ د شرایطو په تشخیص او د سولې د ټینګښت او حساب ورکوونکي حکومت په موخه   د پلانونو او لیدلوروپه پراختیا کې د  بې وزلو هیوادونو روڼوالۍ •

باید له بې وزلو هېوادنو سره مرستې وشي.•

د څیړنو او د خطر دمدیریت شریکول ترڅوهېوادونه له بې وزلۍ څخه وژغورل شي او دهېوادنو په سیستم جوړولو کې زیاته پانګه اچوونه وشي او دهغوې دسیمه ایزو ظرفیتونو پیاوړتیا•

له حکومتونو سره کار کول چې د سولې ټینګښت او د حکومت جوړولو وس پیدا کړي او هرهېواد حساب ورکوونکۍ وي.په دې کنفرانس کې ټینګار وشو چې د کاري فرصتونو له رامنځته کیدو پرته د ثبات ټینګښت امکان نه لري او امنیت، اقتصادی او پرمختیايی فرصتونه له یوبل سره ذاتي پیوندونه لري  په تیره بېا په هغو هېوادونو کې چې ځوان قشر ېې په بې وزلو او ستونزمنو هېوادنو کې د وګړو زیاته برخه جوړوي.په دې غونډه کې دغه راز جګړه ځپلو او بې وزلو هېوادونو ته د مرستو  رسولو په لاره کې د بدلون راوستلو د نوېو فرصتونو په رامنځته کولو او د ملي او نړېوالو مرستو په ګډو هلو ځلو باندې ټینګار وشو، ځوانان او مدني ټولنې د افریقا په شمال کې له مشهور خوځښتونو نه په استفادې سره زیات ویښ او فعال شوي دي  خو د جي اووه هېوادونو په ډله کې باندې باید زیات کار وشي  ترڅو چې میرمنې په کې هم ونډه واخلي .

له لویدیځ سره د لویدیځو هېوادونو د همکارۍ سازمان لپاره د زیاتو دونرانو او فرصتونو رامنځته کیدل هم د جګړه ځپلو او بې وزلو هېوادونو سره دملاتړ او همکارۍ د بیلابیلو لارو نه په استفادې سره هاند اوهڅه کويپه دې کنفرانس کې دغه راز څرګنده شوه چې اوس ځینې ستونزې په بې وزلو هېوادنو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولوپه لارکې د د ځینو پروګرامونو د نه تطبیق خنډ ګرځي . په دې غونډه کې له برخه والو هېوادنو او ارګانونو څخه غوښتنه وشوه چې دغه خبره د بوسان په نږدې جوړیدونکې غونډه کې هم طرحه کړي تر څو زمونږ کاري وړاندیزونه د نړۍ په ټولو بې وزلو او جګړه ځپلو هېوادونو کې عملي شي.ښاغلۍ روح الله عثماني له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې د سولې د ټینګښت او حکومت جوړولو د  نړیوال دیالوګ فعال غړۍ دې چې افغانستان په بیلابیلو نړیوالو کنفرانسونو کې معرفي کوي، د نړیوال دیالوګ د بهرنۍ مرستی د ظرفیتونو دلوړولو په کاري ډله کې د ښاغلي عثماني له خوا د پریزنتیشنونو او هر اړخیزو هلو ځلو وړاندې کول، ددې سبب شوي چې د افغانستان زیاتې تجربې او واقعیتونه په نړیواله کچه د پاملرنې وړ وګرځي، په افغانستان کې تجربې او زده کړې د نړېوالو مرستو د جلبولو لپاره ښې زمینې برابروي.

 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS