ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
جلالتمأب حامد کرزي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونود خپلواک کمیسیون هغه بریالیتوبونه چې د اساسی بدلونونو د رامنځته کولو او د ملکی خدمتونو د دوامدارې پرمختېا په لار کې ېې ترلاسه کړي دي، وستایل
جلالتمأب حامد کرزي د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونود خپلواک کمیسیون هغه بریالیتوبونه چې د اساسی بدلونونو د رامنځته کولو او د ملکی خدمتونو د دوامدارې پرمختېا په لار کې ېې ترلاسه کړي دي، وستایل

د افغانستان داسلامی جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب حامد کرزي د روان کال د مرغومي د میاشتې په ۶ مه نېټه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونودخپلواک کمیسیون له رییس،  د دغه کمیسیون د پروګرامونو دطرحې او مدیریت د لوې ریاست له رییس اود هېواد دملکي ادارو له یوشمېر متخصصینو سره دجمهوری ریاست د ارګ په مانۍ کې وکتل.په دې کتنې کې جمهوررییس وویل:

 ددولت د کارکوونکوخونديتوب او راتلونکي ته د هغوې هیله، په افغانستان کې دملکي خدمتونو د ودې اساسي شرط بلل کيږي او زه هڅه کوم چې د خپلې جمهوري ریاست  د دورې تر پایه پورې ملکي خدمتونه د قانون په چوکاټ کې په افغانستان کې بنسټیزکړم ترڅو هغه کسان چې د افغانستان په ادارو کې کارکوي هم خوندي وي، هم ېې وده د وړتیا و اهلیت له مخې ترسره شي او هم یولړ امتیازونه ولري چې له تقاعد وروسته په هیواد کې په آرامۍ سره خپل ژوند ته دوام ورکړاي شي.ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رییس ډاکټر احمد مشاهد د ظرفیت لپاره دمدیریت د پروګرام د ارزښت په اړه معلومات وړکړل  او ټینګارېې وکړ چې د هېواد په ادارو کې له ظرفیتونو څخه مناسبه استفاده وشي او مدیریت یی ښه کړاې شي.په دې کتنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونود خپلواک کمیسیون د پروګرامونو دطرحې او مدیریت د لوې ریاست رییس ښاغلي روح الله عثماني د خبرو په ترڅ کې وویل:

هیله من یم نننۍ غونډه وکړاې شي موږ زیات وهڅوي تر څو په دې بریالي شو چې د یوې سالمې، غیر سیاسي، حساب ورکوونکې، کارنده او د ظرفیت او لازم کدرې  ثبات لرونکې ادارې د رامنځته کولو د موخو د تحقق په لارې کې زمینې برابرې کړي.

د مدیریت لپاره دظرفیت پروګرام هم په حقیقت کې د افغانستان دحکومت د پالیسۍ دیوې تخصصی ادارې د جوړولو په لار کې د هغو هیلو هنداره ده، چې د عمل په ساحه کې د مسلکی او تکړه کدرونو د جذب او ساتلو له لارې د سالمې، خوندې او غیر سیاسی ادارې رامنځته کول غواړي. عثمانی زیاته کړه: نن ورځ د نړۍ د ځینو بریالیو هیوادونو په تیره بیا د هندوستان او سنګاپور د هیوادونو د بریالیتوب رمز په مهمو دولتی برخو کې له اغېزمنو او مسلکی کدرونو څخه استفاده ده.

په همدې دلیل د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ملکي خدمتونو په نظام کې له هیواد له بهر او دننه څخه د تجربه لرونکو افغان متخصصینو له تجربو نه په استفادې سره د میریت لپاره د ظرفیت پروګرام، د چارو د پرمخ بیولو په لارکې په اوږد مهاله ډول د افغانستان دملکی خدمتونو په ادارو کې د تکړه کدرونو د استخدام او د ظرفیتی تشو د ډکولو په منظور طرحه او عملي کړۍ دۍ. بې له ویلو دې پاتې نه شي چې ددغه پروګرام بریالیتوبونه ددې لامل شول ترڅو چې ادارې وکړاې شي، د پالیسیو د طرحې او پرمختیایی پروګرامونو د تطبیقولو مشري وکړي او دغه بهیر په بشپړه توګه افغاني بڼه غوره کړي.

  ده وویل: چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک  کمیسیون  تر اوسه پورې ددغې پروګرام له لارې  څه دپاسه ۲۰۰ تنه متخصصین د افغانستان په ۲۶ ادارو او وزارتونو کې په کار ګومارلی چې له دې جملې څخه ۷۰ تنه یې د ډوکټورا او ماسترۍ درجې لري او کابو یوسلو شل تنه نور ېې لسانس او فوق لسانس دي او ددغه پروګرام په دوام سره په پام کې دي چې له درې سوو څخه تر پنځه سوو پورې  نور متخصصین هم په ادارو کې استخدام کړي. ښاغلي عثماني زیاته کړه:

دغه پروګرام، د ځینو مهمو ادارو د فعالیتونو د افغانی کولو بهیر، چې مخکې د بهرنیو همکارانو له خوا ترسره کیدل، ګړندۍ کړۍ او اوس په بیلابیلو برخو کې د ادارو د تخصصی فعالیتونو مشری د افغانانو له خوا ترسره کیږي چې دا خپله نه یوازې د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر ګړندۍ کوي بلکې د افغانستان د ادارې د پراختیا دوام هم تضمینوی.  دیادونې وړ ده چې د لیږد هرډول بهیر به د افغانستان د ادارې په سیستم کې د ظرفیت له رامنځته کولو پرته بریالۍ بهیر نه وي او همدغو متخصصینو د افغانستان په ادارو کې د ظرفیتونو دایمی بنسټ ایښودونکي بلل کیږي او دیوې ظرفیت لرونکی او تل پاتې ادارې ضمانت کوي. نوموړي دغه راز وویل :

دغو مهمو موخو ته رسیدل د افغانستان د اسلامی جمهوریت د مشرتابه د مقام جدی او دوامداره ملاتړ ته اړتېا لري.ورسته ایمل مرجان د هېواد د ملکي ادارو د متخصصینو په استازیتوب  په بیلابیلو ادارو کې د متخصصینو د لاسته راوړنو او بریالیتوبونو په څرګندولو سره  جمهور رییس ته ډاډ ورکړ، وېې ویل  ستاسو بچېان کولاې شی د بهرنیو متخصصینو په پرتله په کم معاش سره  په زیاتې مینې او خلوص سره خپل هیواد ته کار وکړي.په پاې کې هغو متخصصینو چې د هېواد په بیلابیلو دولتی ادارو کې د مدیریت لپاره د ظرفیت د پروګرام له لارې ګومارل شوي دی د افغانستان  د اسلامي جمهوریت جمهور رییس ته د خپلو بریالیتوبونو په اړه معلومات ورکړل او وړاندیزېې وکړ چې د افغان متخصصینو او هغو پرمختیایي پروګرامونو څخه چې د افغانانو له خوا ېې مشری کیږي، ملاتړ وشي.

 


 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS