ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
په كمزورو هېوادنو كي د سولې ټينګښت او حكومت جوړولو ته د لومړيتوب وركول                                       
په كمزورو هېوادنو كي د سولې ټينګښت او حكومت جوړولو ته د لومړيتوب وركول

د ام دي جي يا هزاره موخو ته له رسيدومخكې  سياسي ثبات، امنيت، عدالت او اقتصادي ودې ته پاملرنه

د ۲۰۱۱ ميلادي كال د جون په مياشت كې افغانستان د څلويښتو ستونزمنواو بحراني هېوادونو په جمله كي راغۍ، نړيوال شريكان او ملكي ټولنې د لايبريا په پايتخت مونروويا كې د سولي د ټينګښت او حكومت جوړولو په نړيوالو خبروكې د ګډون لپاره راټول شول ترڅو چې له كمزورو او جګړه ځپلو هيوادونو سره دمرستي په موخه له دغو ستونزو څخه دوتلو په حل لارو او امكاناتو خبرې وكړي.

 د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو دخپلواك كميسيون د پروګرامونو دطرحې او مديريت لوې ئيس ښاغلي روح الله عثماني په دغو خبرو كې د افغانستان په استازيتوب ګډون و خبري وكړي ده دغه راز داوولسو غړو هېوادونو په استازيتوب ستونزمنو او بحراني هېوادونو د ظرفيتونو د لوړولو په خاطرد بهرني مرستې د كاري ډلې د پاېلو او وړانديزونو په اړه خبرې وكړي.

ښاغلي عثماني مخكې هم د فرانسې د پايتخت پاريس د ۲۰۱۰ كال، د كانګو د ديموكراتيك جمهوريت د كينشاسا د ۲۰۱۱ او لايبرېا د مونوروويا د ۲۰۱۰ ميلادي كال په نړيوالو خبرو كې د ظرفيتونو د پراختېا د بهرنۍ مرستې د كاري ډلې غړيتوب درلود او په كې ېې د افغانستان په استازېتوب گډون كړۍ ؤ.

عكس: د لايبريا جمهورئيس  ايلن جانسن سرليف  او د څلويښتو هيوادونو  وزېران او لوړرتبه استازي په دويمي نړيوالي غوڼده كې (۲۰۱۱) 
په دې غونډه كې ښاغلي عثماني چې په مونوروويا كې د سولي په ټينګښت او حكومت جوړولو باندې د خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه د ظرفيتونو د لوړولو لپاره د بهرنۍ مرستې د كاري ډلې په كړووړو او پاېلو باندې رڼا واچوله البته دغه كاري ډله يوه  له څلورو كاري ډلو څخه شمېرل كيږي او د نړېوال ديالوګ له خوا رامنځته شوې ده . په دغو خبرو كې د ظرفيتونو دلوړولو د د همغږۍ د ښه والي او ملاتړپه اړه د وړانديزونو او سپارښتونو پراختېا، له جنوب سره د جنوب د فعالي ونډي پيژندنه، د دولت جوړولو ملاتړاو دهغو پاليسو مخنيوي شامل ؤ  چې پرمختيايي هېوادونو كې ظرفيتونه زيامنوي.په دغې غونډه كې برخه وال دې پايلې ته ورسيدل چې هزاره پرمختيايي موخې مخ په ودې هېوادونو لپاره د وروستېو موخو په توګه دې او يو بې وزلۍ هېواد چې كم عوايد لري  نه شي كولاې ډير ژر هغه ترلاسه كړي. له دي امله په مونوروويا كې د جي هفت سازمان دې پايلې ته ورسيد چې بايد په دولت جوړولو او د سولي په ټيڼگښت  باندې  چۍ په كې سياسي ثبات، امنيت، عدالت، كار، وده، عوايد او خدمتونه شامل دي زياتره پاملرنه وشي.د جي اووه استازو او د بحراني او ستونزمنو هېوادونو استازو چې دمونوروويا په غونډه كي ېې برخه درلوده له ستونزو او بحران څخه دخپلو هيوادنو د ايستلو په برخه كې د خپلو مسووليتونو درك كولو ته متوجه شول.ښاغلي عثماني د هغو برياليتوبونو اوتجربو په اړه چې په افغانستان كي د حكومت جوړولو او ادارو د پراختېا په اړه د لسو كلونو په اوږدو كې ترلاسه شوي دي، خبري وكړي.جي اوو يو خپلوا ك سازمان دۍ چې له جګړه ځپلو او ستونزمنو هېوادونو څخه په نړيواله كچه تر يو واحد غږ لاندې جوړ شوۍ دغه سازمان او دارالانشا ېې په هغه لومړني ديالوګ كي چې ددولت جوړولو او سولي د تامين په موخه د شرقي تيمور د ديلي په ښار كې جوړشوۍ ؤ ، رامنځته شو ترڅو چې په نړېوالو مهمو پاليسيو كې د اصلاحاتو د راوړلو، د نړيوالي پاليسي د تطبيق او نفوذ له لارې د نړيوالو شريكانو پياوړتيا، په بحران ځپلو هيوادونو د نړيوالو حاميانو د ښكيلوالي په په تګلاره كې د بدلونونو راوستل،  په رسمي توګه د نړيوالو خبرو په پيژندنې او له  جي اووه سازمان سره د نړيوالو خبرو اترو ترسره كولو په برخو كي هلي ځلي وكړي.

 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS