ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
د افغانستان دولت غواړي د ملګرو ملتو سازمان د پرمختياي اداري په همكارۍ سره د ملكي كاركوونكو ظرفيتونه لوړ كړي     

د افغانستان دولت غواړي د ملګرو ملتو سازمان د پرمختياي اداري په همكارۍ سره د ملكي كاركوونكو ظرفيتونه لوړ كړي

د افغانستان دولت د ملكي كاركوونكو لپاره د هيواد په دننه او بهر كي روزنيز ټريننګونه برابروي ترڅو چې د ملكي كاركوونكو ظرفيتونه لوړ شي. د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواك كميسيون د ملگروملتو ساز مان د  پرمختيايي ادارې په همكارۍ سره د كورنېو بنسټونو د پراختېا د پروژې له لارې ظرفيتي او مسلكي اړتياوو ته د ځواب ويلو په موخه غواړي دملكي كاركوونكو د پوهې كچه لوړه كړي.

د كورنېو بنسټونو د پراختيا پروژه د هيواد د مركز او ولايتونو په وزارتونو او دولتي ادارو كي د مربيتوب او سلامشورې خدمتونه وړاندې كوي. د كورنېو بنسټونو دپراختېا پروژه هڅه كوي چې د افغانستان د دولتي ادارو او په نورو هيوادونو كي د همكارو بنسټونود دوه اړخيزو چاور په پرمخ بيولو كې لازمې آسانتېاوې رامنځته كړي.

تراوسه پورې اتېا تنو ملكي كاركوونكو ددغې پروژې له لارې د جندرد تساوي، احصايي او سيمه ييزي ادارې په برخو كې په كوريا كې زده كړه ترسره كړې او دغه راز يوشمېر نور كاركوونكي هند ته استول شوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ، كرني او مالدارۍ، احصايي او دملكي هوايي چلند په برخو كي وروزل شي.

 د يادونې وړ ده چې د هيواد په دننه كې هم د ظرفيتونو دلوړولو ورته ټريننګونه چمتو شوي دي چې له دې جملې نه كولاي شو د ارزګان په ولايت كې د ټريننګونو يادونه وكړو چې په كې پنځوسو تنو ملكي كاركوونكو د انترشيپ يوكلن پروګرام په برياليتوب سره بشپړ كړ. د كورنېو بنسټونو دپراختېا پروژه دغه راز خپل روزنيز پروګرامونه  دهيواد لويديځو او شمالي سيموته هم غځولي دي.

د كورنېو بنسټونو دپراختيا پروژه چې د استراليا، كاناډا، كوريا، هندوستان ايتاليا اوسويزرلند هيوادونو له خوا تمويليږي په لاندي وزارتونو او دولتي ادارو كي د ظرفيتونو دلوړولو دپروګرامونوپه تطبيقولو بوخته ده.

د ترانسپورت اوهوايي چلند وزارت 

د ځوانانو چارو معينيت

د كار او ټولنيزو چارو وزارت

د كرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

بايد وويل شي:  چې د وزارتونو او دولتي ادارو  ظرفيتي څيړنه ترسره شوي، د ظرفيتونو دلوړولو پلان ترتيب شوى چې په تطبيق سره به  يي په اړوندو وزارتونو او دولتي ادارو كي ظرفيتي چارې ترسره كيږي.


 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS