ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
له هېواد نه بهرد افغان متخصصينو پروگرام (AEP)                                                                  
له هېواد نه بهرد افغان متخصصينو پروگرام (AEP)

سريزه:
ددغه پروګرام له لارې افغان تكړه متخصصين په وزارتونو او دولتي ادارو كې په كار ګومارل كيږي چې ددغې پروژې په تطبيقولو كې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواك كميسيون او د كميسيون بيلابيلې برخې مركزي رول لوبوي.

دغه راز د افغانستان د بيا رغاوني وجهي صندول چې د نړيوال بانك له خوا ېې ملاتړ كيږي او د افغانستان د بيا رغاونې چارې پرمخ بيايي د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو  له خپلواك كميسيون سره په دې برخه كې مرسته وكړه چې د پناه غوښتونكو د نړيوالې ادارې (IOM)  سره ېې په ګډه توګه دغه پروګرام تطبيق كړ دغه راز د افغانستان د بيا رغاونې د نړيوال وجهي صندوق د متخصصينو د خدمتونو پروګرام هڅه كوله چې په ټولې نړى كې د تكړه او د پراختيا او بيا ودانولو په برخو كې تجربه لرونكي افغان كارپوهان په ګوته كړي او له استخدام وروسته ېې وزارتونو او نورو دولتي ادارو ته معرفي كړي چې د افغانستان د دولت د بنسټيزو اصلاحاتو په برخه كې اغېزمن او د كتنې وړ پرمختګونه رامنځته كړي.

 له هيواد نه بهر د افغان متخصصينودوه كلن پروګرام موخه د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو له خپلوا ك كميسيون سره  د ضروري كړنلارو او پروسيجرونو د رامنځته كولو په برخو كې تخنيكي مرسته اوهمكاري وه چې له لارې ېې وكړاې شي په ټوله نړى كي افغان متخصصين په ګوته او لږترلږه شپيته تنه  تكړه او په كار پوه كادرونه د هيواد په ملكي ادرارو كې استخدام كړي. 

د افغانستان دبيارغاونې لپاره د  نړيوال وجهي صندوق اجرائيوي كميټې  د دوو كلونو په موده كې د سلاكاري په پستونو كې  د شپيتو تنو متخصصينو د استخدام د بهير څارنه كړې ده.

 د متخصصينو د ګومارلو بهير د افغانستان د بيا رغاونې د نړيوال وجهي صندوق د اجرائيوي كميټې او دهغه د دارالانشا له خوا اداره كيده. د د غه پروګرام د كانديدانو استخدام يوازې د هغو متخصصو افغانانو لټولو باندې تمركزدرلود چې له نړيوال ماركيټ څخه د سلاكارې لوړ پستونه ترلاسه كړي له دې امله دوې ته دنده وركړل شوې وه چې مناسب كانديدان په ګوته كړي او  افغانستان ته د متخصصينو د استولو په خاطر دوې ټولې لوژيستيكي چارې په غاړه درلودې. البته  د افغانستان د بيا رغاونې د نړيوال وجهي صندوق  اجرائيوي كميټې په بهر كې د ميشتو  هغو افغان متخصصينو مالي لګښت په غاړه درلود چې دخپل هېواد د بيارغانې هيله ېې درلوده، له دوې سره د تمديدو د امكاناتو له په پام كې نيولوسره  د شپږو نه تر ددولسو مياشتو پورې قرارداد كيده. د وړتيا او سيالۍ له لارې د  استخدام د بهيراو متخصصينو ته دمساوي مزد د وركولو په اړه كړنلاره جوړه شوې وه.

موخې:
د افغان متخصصینو د پروگرام موخه د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو له خپلواك كميسيون سره تخنيكي مرسته ده چې كميسيون د ضروري پروسيجرونو او كړنلارو د ترتيبولو له لارې  د آزادې سيالي اووړتيا پربنسټ د استخدام بهير ترسره كړي او په دې ترتيب سره  له ټولې نړى څخه تجربه لرونكي او تكړه افغان متخصصين په ګوته او له ګومارنې وروسته ېې وزارتونو او ملكي ادارو ته ورپيژني.

د پروګرام تطبيق:
له هيواد نه بهر د افغان متخصصينو د پروګرام د تطبيقولو مسووليت د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواك كميسيون ته وركړل شو البته د تطبيقولود پروسيجر په اړه د افغانستان دجمهور رئيس له خوا دوه فرمانونه (۲۵ _۲۶) صادرشول.دغه فرمانونه د وزيرانو شورا دكميټې څارنيزواكونه ، ديوې اجرائيوي كميټې فعاليتونه، د افغان متخصصينو واجدي شرايط او ديو اجرائيوي سلاكاردندې شرحه كوي.


 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS