ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
د جانبي شموليت پروګرام(LEP)                                                                                       
د جانبي شموليت پروګرام(LEP)

سريزه:
د جانبي شموليت پروګرام د افغان متخصصينو له خوا د ظرفيتونو د لوړولو د بريالۍ تجربې له مخې طرحه شو. دغه پروګرام افغان متخصصين هڅول چې د ملكي خدمتونو په وړاندې كولو كې رغنده رول ولوبوي، په دې  پروژه كې په دولتي ادارو كې د مديريت لوړو او منځنيو څوكيو ته د تكړه او كارپوهو  افغان متخصصنيو استخدام شامل دي.

ددغې پروژې موخه چې  د ۲۰۰۵ ميلادي كال د اګسټ په مياشت كې د افغانستان د بېا رغاونې لپاره د نړيوال وجهي صندوق له خوا تمويل شوه په دننه او بهر كې د ميشتو افغان كارپوهانو پيژندنه او په كار ګومارل او د ملكي كاركوونكو او سلاكارانو په توګه اړوندو وزارتونو او دولتي ادارو ته دهغوې ورپيژندل وو چې د بنسټونو په اصلاح ، د بشري سرچېنو په پراختيا او د پرمختياېې پروګرامونو د لومړيتوبونو په مديريت او تنظيم كې رغنده ګام اوچت كړي.

د جانبي شموليت پروګرام په دوو برخو كې د تطبيق لپاره ځانګړې شوى :  په لومړنى برخه كې ېې چې آزمايښتي وه له كابل څخه  د سلو تنو كارپوهانو استخدام شامل و او په دويمه برخه كې هيله كيده چې يوزرو پنځه سوه تنه  متخصصين په كار وګومارل شي. كله چې په بهر كې د افغان متخصصينو او دجانبي شموليت پروګرامونه د مديريت لپاره دظرفيت په پروګرام  بدل شول ددويمې برخې د استخدام هيله د مديريت لپاره دظرفيت د پروګرام ترپوښښ لاندې راغله.

موخې :
ددې پروژې موخه له نادولتي مووسسو، د ملګروملتو سازمان له دفترونو، د نړيوالو تمويلوونكو له ادارو او په سيمه كې د نورو تكړه او پوهو متخصصيون جلبول و.

ددغه پروګرام دويمه موخه په هغو وزارتونو كې د اصلاحاتو له بهيرسره مرسته وه چې پكې د اصلاحاتو بهير پي ،آر،آر نه دې تطبيق شوي  دغه پروګرام هڅه كوله چې د يوزيات شمېر هغو افغان متخصصينو د كار دوره او حالت نورمال او وڅيړې كوم چې په بيلابيلو وزارتونو كې د ملكي كاركوونكو په توګه كاركاوه خو د دونرانو له خوايي هم معاش ترلاسه كاوه.

دغه پروګرام په بهر كې د افغان متخصصينو د پروژې په شان د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو دخپلواك كميسيون له خوا تطبيق كيده. د اداري اصلاحاتو دارالآنشا د جانبي شموليت د كاركوونكو غوښتنليكونه څيړل په داسې حال كې چې متخصصين د كميسيون د استخدام د بورد له خوا ټاكل كيدل، كله چې په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د ظرفيتونو د لوړوالي دارالانشا جوړه شوه د پروګرام ټولې مالي، اداري او د بشري سرچينو دمديريت چارې دغې دارالانشا ته وسپارل شوي له دې سره سم د ظرفيتونو دلوړوالي دارالانشا د اداري اصلاحاتو له دارالانشا څخه د پروپوزلونه په ترلاسه كولو سره د جانبي شموليت د پروګرام د پروسيجرو له لارې د استخدام د بهير په پلي كولو پيل وكړ.


 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS