ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
دمديريت لپاره دظرفيت پروګرام  ( MCP)                                                                           
دمديريت لپاره دظرفيت پروګرام  ( MCP)
1.    سريزه : د مديريت لپاره د ظرفيت د پروګرام  موخه چې د افغانستان د بيا ودانولو د وجهي صندوق له خوا تمويليږي د هغو وزراتونو او دولتي ادارو په مهمو مديريتي  څوكيو كې د متخصصينو ګومارل او د ظرفيتونو لوړل  دي چې په مستقيم ډول د غوره خدمتونو د وړاندې كولو مسووليت لري . ترڅو چې د هېواد خلكوته با كيفيته او غوره خدمتونه وړاندې شي او د نړيوالو تمويلوونكو د مرستو په ګډون له مالي سرچينو څخه پرځاې استفاده وشي. دغې موخې ته د رسيدو لپاره نوموړې پروګرام د مديريتي ځواكمنتيا له پياوړتيا سره مرسته كوي او په ملكي ادارو كې په انفرادي او ډله ييزه توګه د كاري ډاډمنتيا د خوځښت كچه لوړوي.

د مديريت لپاره د ظرفيت پروګرام د وزارتونو په پنځو هغولوړو او مهمو مديريتي برخو په اجراآتو باندې تمركز كوي چې د خدمتونو په وړاندې كولو كې له خلكوسره مستقيمې  اړيكي لري دغه برخې په لاندې ډول دي:
مالي او حسابي مديريت ( د بودجې جوړول اومحسابه)
د بشري سرچېنو مديريت ( استخدام)
د پلان او پاليسۍ د طرحې او تطبيق مديريت
اود عمومي ادارې مديريت ( تهيه او تداركات)
د مديريت لپاره دظرفيت د پروګرام بست دسلاكارۍ بست نه دۍ خو په ځينومواردو كې د ادارې د غوښتنو او اړتياوو په بربنسټ سلا وركوي دغه پروګرام په بيلابيلو وزارتونو او دمديريت په لوړو څوكيو كې د مديريت د بدلون په بهير باندې هم تمركزلري.هيله كيږي چې دغه پروګرام دوه سوه څلويښت ته متخصصين استخدام او د وزارتونو د مهمو مديريتي برخو مسووليتونه ورپه غاړه كړي.
متخصصين  دآزادې سيالي او وړتيا له په پام كې نيولو سره د افغانستان ددولت او د نړيوال بانك په بشپړې موافقې او د نړيوالو معيارونو له په پام كې نيولو سره سم  په كار ګومارل كيږي . له برياليو كانديدانو سره دوه كلن يا درې كلن قراداد لاسليك كيږي او اړوند وزارت يا ادارې ته معرفي كيږي. د يادولو وړ ده هغه وزارتونه يا دولتي ادارې چې دمديريت لپاره دظرفيت له پروګرام څخه مستفيد شوي دي غوره اجراآت او اغيزمن خدمتونه وړاندې كوي . د مديريت لپاره دظرفيت دپروګرام له متخصص څخه هيله كيږي چې په نه ستړې كيدونكې توګه هڅه وكړي او دخپل وخت زياته برخه د كارد يو منظم او اغيزمن سيستم رامنځته كولو ته وقف او په خپل دفتر كې انساني ظرفيتونه لوړ كړي.

1)    د پروګرام موخې :
د مديريت لپاره د ظرفيت پروګرام دمالي مديريت، بشري سرچينومديريت، د پلان او پاليسى د طرحې او د عمومې ادارې د مديريت په ګډون د وزارتونو په پنځو هغولوړو او مهمو مديريتي برخود اجراآتو په ښه والي  باندې تمركز كوي چې د خدمتونو په وړاندې كولو كې له خلكوسره مستقيمې  اړيكي دغه راز له مالي سرچېنو څخه د اغيزمنې او پرځاې استفادې په لاركې  مثبتي پايلې او دكتنې وړ پراختيا له ځان سره ولري.
2)    د پروګرام تطبيق
دمديريت لپاره دظرفيت پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو دخپلواك كميسيون د پروګرامونود طرحې او مديريت د لوې رياست له خوا اداره او تر تطبيق لاندې دي. د كميسيون رئيس او د پروګرامونو دطرحې او  مديريت لوې رئيس بايد د PAR   كميټې ته د پروګرام دپايلو، د پروګرام يو كلن رپوټ اود بودجې په اړه رپوټ وركړي.
3)    د گټې اخيستونكو ادارو له خوا د غوښتنليك وړاندې كول:
د ټاكلوشرايط اومعيارونه:
    دمديريت لپاره د ظرفيت دپروګرام له پنځو مهمو څانګو هريو مالي مديريت، د بشري سرچينو مديريت، د پلان او پاليسي د طرحې مديريت، دعمومي ادارې مديريت او يا د پروژې مديريت له جملې څخه يوه څانګه ډكه كړۍ.
    پست د ادارې د تشكيل تر پوښښ لاندې راځي او كيداې شي چې  لوړ مديريتي يا منځني مديريتي بست وي.
     كه چېرې ددغه پست مسووليت مديريتي وي او رهبري كوونكو بدلونونوته اړتيا ولري امكان لري د غوښتونكي ادارې مديريتي  اجراآت ښه كړي او يا په وړانديزكي لاندي ټكي شامل وي
    _ غوښتنليك له تجويزشوې نسخي نه په استفادې سره بشپړشوي وي. 
_ دپروګرام  په شته بودجه كې د تنظيم وړتيا ولري.
د لومړيتوب حق هغو سيمه ييزو ادارو ته په پام كي نيول شوۍ دي چې خلكو ته د اساسي خدمتونو د وړاندې كول مسوول وي خو كاري ظرفيتونه ېې محدود دي.


 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS