ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
ستراتيژيك تګلورى                                                                                                 
ستراتيژيك تګلورى :
لاندينى اته څرګندونې د پروګرامونو د طرحې او مديريت دلوې رياست هغه پرمختګونه په ډاګه كوي چې دغه لوې رياست غواړې په خپل دري كلن ستراتيژيك پلان سره (  د ۱۳۹۲ كال چنګاښ دریمه – د ۲۰۱۳ د جون تر لومړى نيټې ) پورې خپلو ټولو موخو ته ورسيږي او دغه اته څرګندونې د اداري اصلاحاتو مهمې برخې جوړوي.

د پروګرامونو د طرحې او مدیریت لوې ریاست د ظرفیتونو د پراختیا د بیلابیلو پروګرامونو له لارې،  د هیواد په مرکز او ولایتونو کې  د وزارتونو او دولتی ادارو ملاتړ کوی او د افغانستان په ملکی ادارو کې د تکړه او تجربه لرونکو متخصصینو په ګومارلو سره  هڅه کوی تر څو دغه ادارې پیاوړې او بدلون په کې څرګند شي.
د پروګرامونو د طرحې او مدیریت لوې ریاست له بیلابیلو نوښتونو نه په استفادې سره د افغانستان د اسلامی دولت د ظرفیتونو دلوړولو په مختلفو پروګرامونو کې د همغږۍ د ستراتیژیک میکانیزم په رامنځته کولو سره هڅه کوي ترڅو دغه پروګرامونه په اغېزمنه توګه تطبیق شي.
د پروګرامونو دطرحې او مدیریت لوې ریاست د اداري  اصلاحاتو او ملکی خدمتونو دخپلواک کمیسیون  د نورو داخلی څانګو په همکاریو سره د کمیسیون د ستراتیژیک پلان د پراختیا او چمتو کولو مسوولیت هم په غاړه لري.
د پروګرامونو د طرحې او مدیریت لوې ریاست د ادارو د کارکوونکو د تخنیکي ظرفیتونو دڅېړنی په موخه د کابل کنفرانس له تصمیم څخه په ملاتړ سره، د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او دولتی ادارو د کارکوونکو د تخنیکی ظرفیتونو د څیړنې بهیر پرمخ بیایي، چې له څیړنو څخه ترلاسه شوي معلومات د بودجې دملاتړ او اجرآ لپاره د مالیې وزارت د اغېزمنې استفادې وړ ګرځي.
له نړيوالو تمويلوونكو سره اړيكي:  دونران په مستقيم ډول د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د خپلواك كميسيون د ليد لورې او په اغيزمن او گډ ډول خپلو ستراتيژيكو موخوته د رسيدو په برخو كې د كميسيون ملاتړكوي. د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواك كميسيون په خپل مهم دريځ سره كولاې شي د نړيوالو تمويلوونكو مووسسو له ټولو مهمو برخوسره په شريكه توګه  كار وكړي او په خپل نفوذ سره ددوې مرستې جلب كړې البته دمالي سرچينو پرځاې لګول ددغو سرچېنو د لا زياتيدو سبب كيږي.
د فساد پرخلاف عناصر (ددونرله خوا دوه ساعته درس) دغه  موضوع اوس په هرې نوې پروژې كې په پام كې نيول كيږي. د پروګرامونو دطرحې او مديريت لوې رياست په ډيردقت سره مالي اوعملياتي چارې  او داستخدام  پړاوونه څاري او د ددغو پړاوونو له بشپړ روڼوالي څخه ځان ډاډمنوي ( استخدام يوازې د وړتيا پربنسټ ترسره كيږي) د پروګرامونو دطرحې او مديريت لوې رياست په اړوندومهمو وزارتونو او د ولايتونو په كچه د هغوې په رياستونو كې د اصلاح د بهير او د كاركونو د د ظرفيتونو د پراختيا ملاتړ كوي.
د لوې رياست د ستراتیژیکو اړيكو او بازارموندلو پلان:
o د زياتو او بيلابيلو تمويلوونكود مرستوجلبول.
o د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو له خپلواك كميسيون او د مركزاوولايتونو په كچه ددولتي ملكي ادارو سره د كاري اړيكو ښه كول.
  د لوې رياست داخلي همغږي: د كاركوونكو ترمنځ د معلوماتو او اطلاعاتو شريكول او راكړه وركړه بايد د كتنې وړ پرمختګ ومومي ځكه چې:
o اړوند مديرانو په گډه توګه له خپلو تجربو نه په استفادې سره ددوو مياشتو لپاره د ستراتيژيك پلان  په جوړولو باندې كار كړۍ دى.
o د پلان جوړوني له ستر ټيم څخه د استفادي دوام
o ټيم بايد په ستندرد عملياتي پروسيجرونواو په ستندر فورم كې  په ليكلې ډول ديوبل له ورځنيو چارو څخه باخبره وي.
د لوې رياست د كاركوونو د ظرفيتونو دلوړولو پراختيا: د روزنيزو او ښوونېزو پروګرامونو او د ځانګړو غوښتنو په ګډون د پرله پسې پريزنتيشنونو برابرول  د اغيزمنو اجراآتو سبب ګرځي او له امله يي كاركوونكي په ليوالتيا سره خپلې دندې پرمخ بيايي.
د لوې رياست  څيړنه او څارنه  د پروګرامونو د طرحې او مديريت لوې رياست دې، د دونرانو د يومهم نړيوال پروګرام په ملاتړ سره هڅه وكړي چې د پراخې تجربې نه په استفادې سره كاركوونكي وګوماري او د دفتر پوهه او مهارت لاپسې لوړكړي. 


 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS