ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
سيمه ييزپروګرام(Sub-National)
سريزه:

 د ظرفيتونو د لوړولوسيمه ييزه آزمايښتي پروژه د ولايتونو په ادارو كې د پروګرام جوړولو، طرحه كولو ا و عملي كولوكچه لوړوي او د هغوې ملاتړ كوي. په دې پروژه كې د ظرفيتونو لوړوالي، د سيستمونوجوړښت او پياوړتيا او روزنيزپړاو په ګډون پنځه پړاوونه شامل دي. دغه پروژه په امنيتي او زماني محدوديتونو سره سره د هرات او ننګرهار په ولايتونو كې په برياليتوب سره تطبيق شوه . دغه راز سربيره پردې چې دهرات او ننګرهار ولايتونه د نورو ولايتونو په پرتله د تشكيلاتو او خدمتونو په وړاندې كولو كې زيات پرمختګ كړي  خو بيا هم ددغو ولايتونو د پوهنې، عامي روغتيا او كرني اومالدارۍ رياستونود پروژوي مديريت څيړنه په غوره توګه ترسره شوى ده. په دې توګه آزمايښتي پړاو په وزارتونو او ولايتونو كې ددغه شان ظرفيتونو د لوړولو د پراختيا په موخه يو مناسب ګام بلل كيږي.
 
موخې:

ددغې پروژې موخه د وزارتونو ترمنځ دپلان جوړولو او عملياتي همغږى پراخيا، د ګټورومركزي او سيمه ييزو اړيكو پياوړتيا او پراختيا او د ولايتونو په كچه د دظرفيتونو رامنځته كول دي.

د پروژې تطبيق:

 د پروګرامونو دطرحې او مديريت لوې رياست د شپږمياشتنى آزمايښتي پروژې نوښت رامنځته كړترڅو چې د پروژې دمديريت ظرفيت او د عامې رغتيا، پوهنې او كرني اومالدارۍ وزارتونو د ولايتي رياستونو د پروژې دمديريت ظرفيت لوړ كړي. دغه پروژه د امريكا دمتحده ايالاتو په مرسته د افغانستان دملكي خدمتونو ملاتړد ادارې له خوا تطبيق شوې ده

د سیمه ییزې پروژې آزمایښتي پړاو د پروګرامونو دطرحې ا و مدیریت د لوې ریاست د ملي يروژو د طرحې او مدیریت  د مدیر ښاغلي عبدالهادي جلالي، په لوې ریاست کې د افغانستان دملکی خدمتونو د ملاتړ د دفتر دسلاکارانو هریو نمیرالحدیتی او دان سیوفرت او د پروژو دمسوول احمد ضیآ صدیقي له خوا په بریالیتوب سره تطبیق شوی دی. دغه راز په دې ټیم کی د ننګرهار او هرات ولایتونو د عامې روغیتا، پوهنې او کرنې په  ریاستونوکې د پروژې دمدیریت سلاکاران هم شامل وو 

 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS