ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
حامدکرزی: مصؤنیت او په راتلونکې باندې د دولت د کارکوونکو باور، په افغانستان کې د ملکي خدمتونو د ودې اساسي شرط دی 
حامدکرزی: مصؤنیت او په راتلونکې باندې د دولت د کارکوونکو باور، په افغانستان کې د ملکي خدمتونو د ودې اساسي شرط دی د خپرېدو نېټه: Dec 27, 2011 

د۱۳۹۰ دجدي ۶مه - د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د ملکي ادارو له یو شمېر متخصیصینو سره په کتنه کې وویل:مصونیت او په راتلونکې باندې د دولت د کارکوونکوباور، په افغانستان کې د ملکي خدمتونو د ودې اساسي شرط دی او زه هڅه کوم چې دخپلې اوسنۍ د جمهوري ریاست د دورې تر پای ته رسیدو پورې په افغانستان کې ملکي خدمتونه د قانون جوړونې له لارې داسې تنظیم کړو ترڅو هغه کسان چې دافغانستان په اداره کې خدمت کوي، هم مصؤن واوسي او هم یې پرمختګ دلیاقت او اهلیت له مخې وشي او هم داسې امتیاز ولري چې له تقاعد وروسته په هېواد کې په آرامۍ سره په ښه ډول ژوند وکړي. 

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، جمهوررئیس وویل له دې سره سره چې لا تراوسه هم زموږ حکومت د ملکي خدمتونو دیوې پیاوړې،ډاډمنې او مصؤنې ادارې خاوند نه دی، خو تاسو د افغانستان د پرمختګ د حقیقت ښکارندوی یاست .

حامدکرزي د هېواد د ملکي ادارو متخصیصینو ته په خطاب کې وویل: تاسو د ملکي خدمتونو مهمې کتلې یاست چې کولای شی په افغانستان کې د ملکي خدمتونو د بنسټ ایښودنې لپاره اساسي هستې واوسیء.

جمهوررئیس دبریتانیا او هند هېواد دملکي خدمتونو دادارې له سیستم څخه چې دلوړو زده کړو لرونکي کسان دآزموینې له لارې دهغوی په اداروکې په کار ګمارل کیږي او دحکومتونو په بدلون سره په خپلو دندوکې پاتې کیږي، وویل: ملکي خدمتونه په دې معنی دي چې زموږ دټولنې افراد دیو شمېر آزموینو له لارې دافغانستان ملکي ادارو ته لاره پیدا کړي او هغوی دیو قانون له مخې ارتقا وکړي او په خپلو کاري اجرااتوکې دقانون له مخې مصؤنیت ولري.

بیا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون رئیس ډاکتر احمد مشاهد دMCPیاد دمدیرت لپاره دظرفیت دپروګرام دارزښت په اړه معلومات ورکړل، ټینګار یې وکړ چې دهېواد په اداروکې دې له ظرفیتونو څخه مناسبه ګټه واخیستل شياودهغو مدیریت دې ښه شي.

همدا راز داداري اصلاحاتو دخپلواک کمیسیون دپروګرامونو دطرحې او مدیریت لوی رئیس روح الله عثماني دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: دمدیریت لپاره دظرفیت پروګرام په حقیقت کې دیوې متخصصې ادارې دجوړولو په لاره کې دافغانستان پالیسي ده چې دافغانستان دودې او دخدمتونووړاندې کیدل په خپله دافغانانو لخوا ترسره شي او دغه پروګرام په اصل کې دافغانستان په اداره کې دتحرک، بدلون او دموثریت درامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.نوموړي وویل: داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو کمیسیون ددغه پروګرام له لارې دافغانستان په ۲۶ دولتي اداروکې له ۲۰۰ څخه زیات افغان متخصیصین په کار ګمارلي دي او ددغه پروګرام په دوام په پام کې لري چې له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې نور متخصیصین دافغانستان په اداروکې په کار وګماري.

ایمل مرجان دهېواد دملکي ادارو دمتخصیصینو په استازیتوب دافغانستان په بیلابیلو اداروکې دافغان متخصیصینو دلاس ته راوړنو دبیانولو په ترڅ کې دهېواد جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ، وې ویل: ستاسو بچیان کولای شي دبهرني متخصص په پرتله په لږ معاش، په اخلاص او دهېواد پالنۍ په لوړه روحیه افغانستان ته کار وکړي. په پای کې دمدیریت لپاره دظرفیت دپروګرام متخصیصینو چې دهېواد په بیلابیلو اداروکې په خدمت بوخت دي، دخپلو لاس ته راوړنو په اړه دهېواد جمهوررئیس ته معلومات ورکړل، وړاندیز یې وکړ چې له افغان متخصیصینو او هغو پروګرامونو څخه چې د ودې په برخه کې دافغانانو دمالکیت، رهبرۍ او ځواک څخه پکې ګټه اخیستل کیږي، ملاتړ وشي.

 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS