ژبه: English | دري | پشتو   
 
CBR Title
   
خپرونې                                                                                                              
خپرونې
سریزه:
د ستراتيژيكو اړيكو او له تمويلوونكو سره  دروابطو څانګه چې د پروګرامونو دطرحې او مديريت دلوې رياست يوه مهمه برخه شمېرل كيږي دلوې رياست د پروګرامونو د اغيزمنتيا او د كتنې وړ لاسته راوړنو د خپرولو او د اداري اصلاحاتو د بهير د پرمخ بيولو او ترويجولو له لارې د پروګرامونودطرحې اومديريت دلوې رياست ستراتيژيكه برخه ده.د ستراتيژيكو اړيكو او له تمويلوونكو سره  دروابطو څانګه د ګټورواطلاعاتو د راكړې وركړې اود ټولنيزو غوڼدو د جوړولو له لارې له دولتي ادارو اونړيوالو تمويلوونكو سره خپله شبكه لاپسي پياوړې او پراخوي. 

د ستراتيژيكو اړيكو او له تمويلوونكو سره دروابطو څانګه د رپوټونو، مطبوعاتي مركو، خبرونو، بروشورونو، خبرليكونو، كلنيو مجلو، ويب پاڼې او بريښنا ليك په شان د اړيكود ټنگښټ د ګټورو ميكانېزمونو څخه په استفادې سره  په دونرانو او د افغانستان په دولت كې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو دخپلواك كميسيون د پروګرامونودطرحې او مديريت دلوې رياست فعاليتونه او ليد لورۍ منعكسوي او اعتبار ېې لوړوي.


 

 
 
حق چاپ محفوظ است © 2010 AFGHANEXPERTS. Powered by NETLINKS